بيان صحفي
د یونېسکو عمومي رئیسې د ښوونځیو له بیاپرانیستلو څخه د نجونو د محرومیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرانیستلو لپاره، نیویارک ښار ته له رارسیدلو سره سم، د یونېسکو عمومي رئیسې ادري ازولي په افغانستان کې د هغې خپرې شوې اعلامیې په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې منځني ښوونځي دې په تدریجي توګه یواځې د هلکانو او د نارینه ښوونکو پرمخ بیاپرانیستل شي، چې نجونې او ښځې یې شاته پرېښې دي. که چېرې دا بندیز همداسې پاتې شي، نو دا به د نجونو او ښځو د تعلیم له بنسټیز حق څخه یوه ستره سرغړونه وي. یونېسکو د دې اعلامیې پر ټولو مسؤلو لورو غږ کوي چې وضعیت روښانه کړي او د ټولو افغان زده کوونکو، هلکانو او نجونو پرمخ، یو ډول ښوونځي پرانیزي.
آغلې ازولي وايي چې "یونېسکو، د تعلیم پر ټولو کچو باندې، ښوونځیو ته د نجونو د راګرځیدلو لپاره د اجازې نه ور کول کیدلو په صورت کې، د نه جبرانیدونکو زیانونو په اړه خبرداری ورکوي. په ځانګړې توګه، منځني ښوونځي ته د نجونو په ځنډ راګرځیدل به دوی د تعلیم په برخه کې، او په نهايي توګه په ژوند کې شاته پرېږدي. دا چاره د ښوونځي د پرېښودلو خطر زیاتوي او دوی په ماشومتوب کې د واده په څېر منفي مقابلو میکانیزمونو سره مخ کوي. دا چاره ښايي د هلکانو او نجونو ترمنځ د زده کړې نابرابري نوره هم زیاته کړي او په پای کې لوړو زده کړو او کاري فرصتونو ته د نجونو د لاسرسي په وړاندې خنډ وګرځي."
نوموړې زیاتوي "افغان ماشومانو ته زموږ ژمنتیا روښانه ده، او دا زموږ ټولیز مسؤلیت دی چې باوري کړو چې د دوی ټولو لپاره، تعلیم ته د لاسرسي اساسي حق تحقق موندلی دی"